د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ناروې کې امریکايي سرتېري ځای پر ځای کیږي

د ناروې حکومت د اکتوبر په ۲۴مه اعلان وکړ چې امریکا به په دغه هېواد کې څه باندې درې سوه سرتېري وګماري.

د ناروې حکومت ویلي چې دغه ۳۳۰ سرتېري به د روس له پولې یو زر کلوميټره لیرې په ويرنز پوځي اډه کې ګمارل کېږي.

په ناروې کې د امریکايي سرتېرو ځای پر ځایکول د دې مقصد لپاره کېږي چې د ناټو غړیو هېوادونو تر منځ په رابطو او اطلاعاتو کې همکاري وشي.

د ناروي دفاع وزیر انې ايرکسن سوريدي ويلي، دا د ناروې د امنيت لپاره ډېره ضروري ده چي اتحادي ملګري یې راشي او له نارويجیايي سرتېرو سره په ګډه په دغه هېواد کې د عملیاتو په اړه له يو بله زده کړې وکړي.

اوسلو وايي دغه امریکايي سرتېري به هلته د راتلونکې کال په جنورۍ میاشت کې ورشي.

​
XS
SM
MD
LG