د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنځم او اتم زده کوونکي د بورډ امتحان نه شي ورکولای


په بلوچستان کې شخصي سکولونو مالکانو وايي، د پنځم او اتم ټولګیو زده کوونکي یې د دې جوګه نه دي چې د حکومت تعلیمي بورډ امتحان ورکړي. دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې له کم عمر ماشومانو څخه د بورډ امتحان اخیستلو پرېکړه بیرته واخلي، که نه نو په احتجاج کې به خپل ټول ښوونځي وتړي.

د شخصي سکولونو خاوندانو او استادانو بېګا ماښام په کوټه کې یوه خبري کانفرنس ته په خپله وینا کې ویل چې له ۱۰ څخه تر ۱۲ کلونو په عمر ماشومان د بورډ امتحانونه نه شي ورکولی او نه هم په امتحاني مرکزونو کې ورته ټولې اسانتیاوي شته.

د بلوچستان اعلا وزیر د دغه ستونزې هواره ولو لپاره د صوبايي اسمبلۍ د غړیو یوه کمېټۍ هم ټاکلي وهچې راپور یې لا نه راغلی.

د بلوچستان تعلیم صوبايي څانګې سږ کال د پنځم او اتم ټولګیو زده کوونکیو لپاره د بورډ امتحان لازمي ګرځولی دی. په دغه صوبه کې دا مهال د پنځم او اتم ټولګیو تر درو لکو زیات ماشومان په پرایویټ سکولونو کې زدکړې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG