د لاسرسي ځای

تازه خبر

فارياب کې طالبان وژل شوي، ننګرهار کې داعش ضد عمليات روان دي


د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ وسله وال وژل شوي دي. چارواکي پر دې سربېره د هغو وسله والو خلاف د عملياتو خبر هم ورکوي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش پر ضد يې پيل کړي دي.

د افغانستان په فاریاب ولايت کې چارواکي وايي چې د خواجه شبز پوش، شرین تګاب او دولت اباد په ولسوالیو کې په تازه عملیاتو کې تر شلو زیات طالب وسلوال وژل شوي او پنځه ویشت نور ټپیان دي.

په فاریاب کې له طالبانو څخه د غورماچ ولسوالۍ تر بیرته نیولو وروسته امنیتي ځواکونو پرون د خواجه سبز پوش او شا او خوا نورو ولسوالیو د هغو امنیتي پوستو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي چې په دې وروستیو کې طالبانو له خوا نیول شوي.

د دې پوځي عملیاتو مشري د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم کوي. د خواجه سبز پوش ولسوال عبدالله معصومي پرون ازادۍ راډیو ته ويلي چې د دې ولسوالۍ د هغو امنیتي پوستو د نیولو لپاره چې په دې وروستیو کې د طالبانو لاس ته لویدلې له دوو لورو عملیات روان دي.

طالبان دا نه مني چې د دوی دومره ډير کسان دې وژل شوي وي.

بلخوا د ننګرهار ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې د داعش وسلوالو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه لا هم روانه ده.

د ننګرهار چارواکي وايي چې دا جګړه د جمعې په سهار د داعش له خوا په سیمه کې له بریدونو پیل شوه چې د افغان امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کونکو له مقاومت سره مخ شول.

د ننګرهار د ولایت ویاند عطا الله خوګیاڼي نن مشال ريډيو ته وويل چې د داعش وسله والو په سیمه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او د ولسي پاڅون کونکو ځینې کورونو ته یې اور اچولی.

د داعش ډله د ننګرهار په اچین ، هسکې مینې ، کوټ او د پچیر اګام ولسوالیو کې فعاله ده.

بلخوا د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ له نن سهار راهیسې جګړه روانه ده.

د کونړ امنیه قومندان جمعه ګل همت ازادي راډيو راډيو ته نن وويل چې دغه جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې وسله والو په نورګل کې د افغان ځواکونو پر امنیتی پوستو حمله وکړه.

تر اوسه پورې د دواړو خواوو څخه د مرګ ژوبلې کره معلومات نشته.

XS
SM
MD
LG