د لاسرسي ځای

تازه خبر

د موصل نیولو عملیاتو کې یو امريکايي عسکر وژل شوی


د امريکا دفاع وزارت وايي، يو عسکر يې په شمالي عراق کې د ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.

چارواکي زياتوي دغه عسکر د زيارت په ورځ له موصل ښار سره نږدې په چاودنه کې ټپي شو چې وروسته يې ساه ورکړه.

دی له هغو یو سل امريکايي عسکرو څخه يو وو چې د عراقي پوځ په مشری له عراقي او کردي پیشمرګه ځواکونو سره په ګډه له اسلامي دولت وسله والې ډلې د موصل ښار بیرته نيولو لپاره عمليات کوي.

اسلامي دولت وسله والې ډلې د ښار په سړکونو، کليوالو سيمو او صحرا کې ماينونه او مرګ لومي اېښې دي.

د عراق لومړي وزير حيدر العبادي د زيارت په ورځ ويلي،عمليات په څلورمه ورځتر پلان شوي رفتار هم په تېزی سره روان دي.

ځينې هغه کردي پېشمرګه عسکر چې د موصل له ختيځ لور يې پرمختګ کولی بيا ځای پر ځای کړل شوي او د زيارت په ورځ د ښار په شمال کې د پرتو کليو نيولو لپاره جنګېدل.

له دې سره سره هم د زيارت په ورځ د عراقي عسکرو د ښار له جنوبي اړخه د پرمختګ په حال کې وو.

د نړيوالو ايتلافي ځواکونو په هوايي ملاتړ سره عراقي ځواکونه د زيارت په ورځ د موصل ښار په ختيځ کې ۱۲ کلوميټره لیرې پروت بارتيلا ښارګوټی نيولی دی.

دا يو ډېر ستراتيژیک ځای دی چې پر لوی سړک موصل له اربل او کردي سيمو سره نښلوي.

موصل ښار د دوه زره څوارلسم کال له اوړي راهيسې د اسلامي دولت وسله والې ډلې په ولکه کې دی.

وسله والد عملياتو پر شا تمبولو لپاره ځانمرګي موټر بم بريدونه، د سړک غاړې چاودنې، نښه ويښتونکي جګړه مار او د هاوان ګولۍ استعمالوي.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG