تاجکستان او چین له افغان پولې سره نېږدې د ترهګرۍ ضد پوځي مشقونه پیل کړي دي.
د تاجکستان دفاع وزارت وايي، د پنجشبنې په ورځ پیل شوي تمرینونه به د روانې میاشت تر ۲۴مې روان وي چې پکې لږ تر لږه ۱۰۰۰۰ سرتېري، پوځي ګاډي او هیلي کاپټرې برخه اخلي. تاجک چارواکو تېره میاشت ویلي ول، چین به د افغانستان او تاجکستان تر منځ پر ۱۳۰۰ کیلومیټره اوږد سرحد بنیادي کارونه کوي چې امنیت ټینګ کړل شي.
دا سرحد د نشه يي موادو قاچاق لپاره کارول کېږي.