د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ډرون برید څلور تنه وسله وال وژلي


چارواکي وایي چې د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند چاردهي سیمه کې د بې پیلوټه الوتکي د برید له امله د وسله والو طالبانو لخوا د بټي کوټ ولسوالۍ لپاره نومول شوی ولسوال عبدالحلیم د خپلو درې تنو ملګرو سره یو ځای ووژل شو.

د ننکرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوګیاڼي د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل: یاد برید نن سهار وختي تر سره شوی دی.

خوګیاڼی وايي چې په برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته تر دې دمه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG