د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امريکا کې يو عراقي له داعش سره د مرستې اعتراف کړی


د امريکا په ټېکساس کې یوه استوګن عراقي اعتراف کړی چې له اسلامي دولت وسله والې ډلې سره يې د مرستې هڅه کړې ده.

امریکايي څارنوالان وايي، ۲۴ کلن عمر فراج سعید الحردان پرون د هوسټن د ښار په فيډرالي عدالت کې پر خپل جرم اعتراف وکړ.

نوموړي په خپله اعتراف پاڼه کې ویلي چې د ۲۰۱۴ م کال په نومبر میاشت کې یې داعش ډلې ته د وفادارۍ لوړه وکړه او په ټولنیزو رسنیو کې یې د دې ډلې ملاتړ پېل کړ.

الحردان چې په جنوري میاشت کې ونیول شو، ښايي په ۲۰ کاله بند محکوم شي.

د څارنوالانو په وینا نوموړي همدا راز عدالت ته ویلي دي چې په ۲۰۱۴ م او ۲۰۱۵ م کلونو کې یې د داعش د ملاتړ په مقصد بهر ته د سفر پلان هم جوړ کړی و.

ویل شوي چې الحردان په اردن او عراق کې د کډوالو په یوه کېمپ کې له څه وخت تیرولو وروسته په ۲۰۰۹ م کال کې امریکا ته ولاړ او بیا یې په امریکا کې د استوګنې دایمي ویزه يا ګرين کارډ ترلاسه کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG