د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب به هر کال افغانستان ته د لوړو زده کړو ۴۰۰ بورسونه ورکړي


د افغانستان اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن آزادی راډیو ته وویل چې دا خبره د سعودي پوهنې وزیر له اجراییه ریس عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال وکړه.

(سعودي عرب به له دې وروسته هر کال افغانستان ته ۴۰۰ د لوړو زده کړو بورسونه ورکوي. همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوهنتونونو د نښلولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.)

سعودي عرب له دې مخکې هم ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به یو ستر اسلامي مرکز جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG