ملګرو ملتونو په افغانستان کې د داعش له لورې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما په بیان کې په ځانګړي توګه د عاشورا پر مراسمو او دغه راز په کابل کې د روښنایې غورځنګ پر مظاهرې د داعش بريدونو ته اشاره شوې چې پکې شییعه وګړي په نښه شوي دي.
یوناما په خپل بیان کې د هغې ستراتیژۍ پر بشپړېدو او عملي کېدو ټینګار کړی چې له مخې یې د تاوتریخوالي مخه ونیول شي او د مذهبي ډلو او نورو وګړو حقونه تامین شي.