د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالله: سعودي دې له افغان سولې بهیر سره مرسته وکړي


افغانستان: افغان اجرایه ریس د سعودي عرب په رسمي سفر د هغه هېواد له چارواکو سره ویني. ۱۸م اکتوبر ۲۰۱۶
افغانستان: افغان اجرایه ریس د سعودي عرب په رسمي سفر د هغه هېواد له چارواکو سره ویني. ۱۸م اکتوبر ۲۰۱۶

افغان حکومت له سعودي عربستانه غوښتنه کړې چې د سولې په بهیر کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د افغانستان د اجراییه ریاست د یوې خبرپاڼې له مخې، اجرايوي رييس عبدالله عبدالله نن په رياض کې د سعودي د وزیرانو شورا له لومړي مرستیال او کورنیو چارو وزیر سره د لیدو پر مهال وویل چې افغان ولس د ترهګرۍ د اصلي قربانیانو په توګه په ټول توان سره د دې په ضد مبارزه کړې او هیله لري چې په دې لړ کې د سیمې په کچه جدي همغږي رامنځ ته شي.

په عين حال کې د سعودي عربستان د وزیرانو د شورا مرستیال اعلان وکړ چې هیواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټیګښت لپاره همکارۍ ته چمتو دی او ترهګرۍ ته د یوه جدي ګواښ په توګه ګوري.

بلخوا برتانوۍ ورځپانې ګارډین لیکلي دي چې افغان حکومت او طالبانو یو ځل بیا په پټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې اترې پیل کړې دي.

ورځپاڼه لیکي چې په سپټمبر او اکتوبر کې په ترسره شویو دې خبرو اترو کې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر ورور ملا عبدالمنان اخوند هم شریک وو.

ورځپاڼه لیکي چې دا له هغه وروسته لومړۍ خبرې اترې دي چې د پاکستان په منځګړيتوب پیل شوي مذاکرات په ډرون برید کې د ملا عمر د ځایناستي ملا اختر منصور تر وژل کېدو وروسته درېدلي ول.

د طالبانو یوه چارواکي ورځپانې ته ویلي، تمه ده چې د ملا عمر زوی محمد یعقوب به هم ډېر ژر په قطر کې له افغان حکومت سره د خبرو اترو کوونکیو طالبانو ملګری شي.

ګارډین د طالبانو کوټې شورا یوه چارواکي له خولې لیکلي دي چې په دې خبرو اترو کې د پاکستان له خوا هېڅوک هم شریک نه وو.

XS
SM
MD
LG