ورځپاڼه لیکي چې په سپټمبر او اکتوبر کې په ترسره شویو دې خبرو اترو کې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر ورور ملا عبدالمنان اخوند هم شریک وو.
ورځپاڼه لیکي چې دا له هغه وروسته لومړۍ خبرې اترې دي چې د پاکستان په منځګړيتوب پیل شوي مذاکرات په ډرون برید کې د ملا عمر د ځایناستي ملا اختر منصور تر وژل کېدو وروسته درېدلي ول.
د طالبانو یوه چارواکي ورځپانې ته ویلي، تمه ده چې د ملا عمر زوی محمد یعقوب به هم ډېر ژر په قطر کې له افغان حکومت سره د خبرو اترو کوونکیو طالبانو ملګری شي.
ګارډین د طالبانو کوټې شورا یوه چارواکي له خولې لیکلي دي چې په دې خبرو اترو کې د پاکستان له خوا هېڅوک هم شریک نه وو.
د دې چارواکي په وینا، پاکستان اوس پر افغان طالبانو د پیل غوندې روایتي نفوذ تر ډېره حده له لاسه ورکړی دی.
طالب چارواکي زیاته کړې چې په قطر کې په ترسره شویو دې دوه ځله خبرو اترو کې د امریکا یو لوړپوړی چارواکی هم ناست وو.
نوموړي زیاته کړې چې په سپټمبر کې ترسره شویو لومړیو خبرو کې ملا عبدالمنان اخوند او د افغانستان استخباراتو مشر معصوم ستانکزي سره ناست وو او په ډېره مثبته فضا کې یې خبرې وشوې.
د افغان حکومت او طالب مشرانو تر منځ تېر ځل څرګندې خبرې د ۲۰۱۵م کال په جولايي کې د پاکستان په مري ښارګوټي کې تر سره شوې وې.
په هغو خبرو اترو کې د افغان حکومتي استازو او طالب مشرانو تر څنګ د امریکا او پاکستان چارواکي هم شریک وو.
د ورځپاڼې په لیکنه، د ملا اختر محمد منصور تر وژل کېدو وروسته پاکستان په دې کې نه دی بریالی شوی چې درېدلې خبرې اترې بیل پیل کړي.
دا پر دې سربېره ده چې د پاکستان په منځګړیتوب د افغانستان، امریکا او چین د چارواکو څلوره اړخیزه بهیر هم نتیجه ورنه کړه.
ګارډین ورځپاڼې د افغان ولسمشر اشرف غني د یو لوړپوړي استازي له خولې لیکلي دي چې افغان حکومت اوس پاکستان ته نوره اړتیا نه لري او د ده په وینا ، هم دا فکر افغان طالبان هم کوي.