د زابل چارواکي وايي د افغانستان ملي راډیو ټېلیویژن یو خبریال یعقوب شرافت بېګا ماښام ووژل شو.
د زابل والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډیو ته وویل:
"یعقوب شرافت چې د ملي راډیو تېلیویژن خبریال وو، په زابل کې وسلهوالو مخالفينو په رساله سیمه کې په شهادت ورسولو."
رساله سیمه د زابل مرکز کلات په څنډو کې ده.
یعقوب شرافت هغه وخت ساه ورکړه چې تر ټپي کېدو وروسته روغتون ته لېږدول کېدلو.
وسلهوال تر ډزو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.