د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: پينځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې


د ننګرهار چارواکي وايي،د شنبې په ورځ له غرمې وروسته د اچين ولسوالۍ قوميزه سیمه کې وسله والو طالبانو د ملکي وګړو په يوه موټر ډزې کړي چې له امله يې یو تن ملکي وګړی وژل شوی او څلور نور يې ټپیان شوي چې د درملنې په موخه روغتون رسول شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول، عطاالله خوګیاني وايي، چې په موټر کې ناست يو تن سیمه ییز پوليس هم وژل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG