د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې تر ۲۰۰ زیات افغان سرتېري وژل شوي


افغان چارواکي وايي په هلمند ولایت او خوا او شا په لشکر ګاه سیمه کې د طالبانو خلاف په وروستۍ جګړه کې د افغان ملي ځواکونو په سلګونو سرتېري وژل شوي دي.

د هلمند ولایتي شورا مرستیال مشر عبدالمجید اخونزاده او د افغانستان مشرانو جرګې غړي شېر محمد اخون د اکتوبر په څوارلسمه وویل چې په تېرو لسو ورځو کې د وژل شويو سرتېرو او پولیسو شمېر تر ۲۰۰ زیات دی.

اخونزاده مشال رېډیو ته وویل چې د اکتوبر په یولسمه په چاه انجیر کې له محاصره شوی پوستې, لشکرګاه ته د پرشا کېدو په هڅه کې یې د یوې جګړې په وخت تر سلو زیات افغان سرتېري ووژل شول. دغو چارواکیو وویل چې په نښتو کې پنځه څلوېښت ولسي وګړي هم وژل شوي دي او تر سلو زیات سرتېري ژوبل شوي هم دي.

د هلمند زیاتره برخه د طالبانو په کنټرول کې ده او وسله وال د لشکر ګاه خوا او شا موجود دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG