دا اعلان تر هغې وروسته شوی چې امریکايي پوځ په یمن کې د ایران پلویو حوثي ځواکونو تر واک لاندې د راډارونو په نښه کولو لپاره د کروز توغندیو بریدونه وکړل.
د ایران نیمه دولتي خبري اژانس تسنیم د پنجشنبې په ورځ وویل، تهران ((د اولاند او بوشهر په نوم جنګي بېړۍ د عدن خلیج ته استولې دي چې هلته سوداګریزې کښتۍ له بحري غلو څخه وژغوري.)) خو تسنیم وویل، دا بېړۍ د اکتوبر پر پینځمه لېږدول شوې دي او دا کار په یمن کې د امریکايي اقداماتو پر وړاندې غبرګون نه دی.
د پنجشنبې په ورځ د امریکايي ولسمشر باراک اوباما په منظورۍ شوي بریدونه د یمن په کورنۍ جګړه کې د حوثيانو پر اهدافو د واشنګټن لومړی، مستقیم پوځي اقدام وو.
تر دې مخکې امریکا د سعودي عرب په مشرۍ د یاغیانو پر ضد له جنګېدونکي اېتلاف سره یوازې اکمالاتي مرسته کوله.