د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: د داعش مرګ – لومي ډرون کرديو او فرانسويو ته مرګژوبله اړولې


د عراق په شمال کې د تندلارې ډلې اسلامي دولت یوې مرګ – لومې ډرون الوتکې دوه کردي جنګیالان وژلياو دوه فرانسوي سرتېري يې سخت ژوبل کړي دي. د کردانو یوه دفاعي چارواکي رویټرز خبري آژانس ته ویلي، ډرون الوتکه هله وچاودېدله چې پېشمرګه جنګیالیوپر ځمکه د لګېدو وروسته د راپورته کولو هڅه کوله. د کردستان په نیمه کورواکې سیمه اربل کې دې پیښې چې د چارواکو په وینا نژدې لس ورځې مخکې وشوه ۲ فرانسوي سرتیري هم ټپیان کړي دي.

فرانسوۍ لوموند ورځپاڼې د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه راپور ورکړ چې فرانسوي سرتېري له پېشمرګه جنګیالیو سره په سیمه کې د پوځي عملیاتو په حال کې ول، چې ډرون الوتکه پرې وچاودېدله.

ویل کېږي چې داعش ډلې په وروستیو څو اونیو کې لږترلږه دوه ځلي د بمي حملو لپاره له مرګ – لوموډرون الوتکو کار اخیستی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG