د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان: ۱۲ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


چارواکي وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ په نښته کې ۱۲ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د لغمان ولایت مطبوعاتي مسوول سرحدي ځواک دسیشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل:وسله والو مخالفینو د الینګار ولسوالۍ په استقامت د مرکز اړوند د هرمل، میدانيو او بي بي حاجرې په امنیتي پوستونن سهار پینځه بجې ډله ییز بريد کړی و چې په ځوابي بريد کېوسله والو مخالفینودولسو تنو ته مرګ ژوبلې اوښتې ده.

سرحدي ځواک وايي چې په برید کې د دوه تنو مشهورو قوماندانانو شهزاده او نسیم په ګډون درې تنه وژل شوي او نهه تنه يې ټپیان شوي دي.

د ځواک په خبره په دغه بريد کې يو تن سيمه ییز پولیس هم وژل شوی او درې تنه په کې ټپیان شوي دي.


د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړهتر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG