د لاسرسي ځای

تازه خبر

بان کي مون: په یمن کې د روان بحران په اړه د محاسبې غږ کړی


د ملګروملتونو عمومي مشر بان کي مون په یمن کې د روان بحران په اړه د محاسبې غږ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ په یمن کې د جنازې په مراسمو په هوايي حمله کې لږ تر لږه۱۴۰ تنه ووژل شو. داسې ویل کېږي چې دغه بمباري د سعودي عرب هوايي ځواکونو کړې ده.

بان کي مون د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د سعودي عرب په مشرۍ د اتحاد هوايی حملو په یمن کې ډېر زیات تاوان رسولی، او په دغه هېواد کې روغتیايي مرکزونه او ملکي ودانۍ ویجاړې شوي دي.

نوموړي ټینګار وکړ چېپکار دي په یمن کې د "وحشتناکې جګړې" په اړه محاسبه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG