د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالله: ایران او پاکستان دې له افغان کډوالو سره سم چلن وکړي


د افغانستان اجرایه رییس عبدالله عبدالله له ایران او پاکستانه غوښتي چې هلته له مېشتو افغان کډوالو سره له نړیوالو بشري قوانینو سره سم چلن وکړي

عبدالله عبدالله دا څرګندونې د جمعې په ورځ ناوخته په جنېوا کې د افغان کډوالو د حالت په اړه جوړې شوې څلور اړخیزې غونډې ته په وینا کې کړې دي.

په دې غونډه کې د افغان پلاوي تر څنګ د ملګرو ملتونو ، پاکستان او ایران چارواکي هم شریک وو.

په غونډه کې د پاکستان د سرحدي او د کډوالو د چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ ژمنه وکړه چې هیواد به یې د ژمي په ساړه موسم کې افغان کډوال افغانستان ته په تګ مجبور نه کړي او د هغوی لپاره به ټاکلې موده د راتلونکې میلادي کال تر مارچ میاشتې پورې وغځوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG