افغانستان دفاع وزارت وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د یو شمیر چاڼیزو عملیاتو پرمهال ۹۴ وسله وال وژل شوې دي.
د دغه وزارت لخوا نن(شنبه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد عملیات په کندز ، فاریاب، بادغیس او بغلان کې ترسره شوې دي.
دفاع وزارت همدارنګه په دغو عملیاتو کې د ۶۱ نور وسله والو د ټپي کېدو خبر هم ورکوي.