له امریکا څخه روسیې ته د حساسې پوځي ټېکنالوژۍ ناقانونه انتقال په تور درې کسان نیول شوي دي.
د امریکا عدلیې وزارت بېګا وویل، په دوی کې یو امریکايي او دوه روسي وګړي دي چې په امریکا کې یې مایکرو الېکټرانېک وسایل اخیستل او بیا یې د لوړ کچ پر ټېکنالوژۍ د حکومتي ټیکسونو له ورکولو پرته، په پټه روسیې ته لېږدول.
که پر دوی جرم ثابت شي نو ورته د ۲۵ کلونو قید او تر یو میلیون ډالر پورې د جرمانې سزاګانې اورول کېدای شي.