هند وايي، ځواکونو یې هغه درې مشکوک وسلهوال وژلي دي چې په کشمیر کې یې د هند د پوځ پر یوه پوسته د حملې هڅه کوله.
د هند دفاع وزارت وايي، وسلهوالو هڅه کوله چې نن(پنجشبه) سهار وختي په کوپوارا سیمه کې یوه پوځي مرکز ته ننوځي خو له یوې درنې نښتې وروسته په شا وتمبول شول.
د هند پوځ وايي په نښته کې هندي سرتیرو ته زیان نه دی اوښتی.
تېره میاشت د هند پر یوه پوځي اډه د افراطي وسلهوالو په حمله کې د ۱۹ هندي سرتیرو له وژل کېدو وروسته د هند او پاکستان په اړیکو کې سخت کړکېچ رامنځته شو.
له بلې خوا د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف نن هند ته خبرداری ورکړ چې د پاکستان وسلهوالو ځواکونه به د هند هر راز یرغل ته وړ ځواب ورکړي.