د لاسرسي ځای

تازه خبر

په برسلز کې د افغانستان په اړه نړیواله غونډه پيلېږي


دا غونډه به د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مشره فدریکا موغریني پرانیزي او افغان ولسمشر محمد اشرف غني به ورته وینا کوي.

په دې غونډه کې د نړۍ د لږ تر لږه ۷۰ هېوادونو او ۲۰ نړیوالو سازمانونو استازي برخه لري.

د فدریکا موغیریني په وینا، په برسلز کې د افغانستان په اړه دا غونډه یوازې د مالي مرستو راغونډولو لپاره نه ده بلکې له دې هیواد سره به د نړیوالو د سیاسي ملاتړ پر دوام هم ټینګار وشي.

فدریکا موغیریني زیاته کړی چې اروپايي اتحادیه په افغانستان کې سوله او ثبات د ځان په ګټه ګڼي او د برسلز غونډه د دې تعهد د څرګندولو ښه موقع ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG