د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو په ننګرهار کې هوايي برید وغانده


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر د ننګرهار ولایت کې په یوه کلي باندې هوایي برید غندلي دي.

په دغه برید کې چې د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د چارشنبې په سهار وشو، ۱۵ تنه وژل شوي او د یوه تنکي ځوان په ګډون ۱۳ تنه نور ژوبل شوي دي.

پېښه هغه وخت وشوه چې د اچین ولسوالۍ اوسیدونکي د یوه حاجي لیدو ته چې نوی له حج راغلی وو، ورغلي وو. د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يوناما د پنجشنبې په ورځ په خبر پاڼه کې ويلي چې په جنګ کې ښکيلي ټولې خوا بايد د نړيوالو قوانينو درناوي وکړي او ولسي مرګ ژوبلي ډډه وکړي.

يادي ادارې له حکومته او نړيوالو ځواکونه غوښتنه کړي چې د پيښې شفافي پلټنې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG