د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر پاکستان او هند د کړکېچ کمولو غږ کړی


د امریکا بهرنیو چارو وزارت له هند او پاکستانه غوښتنه کړې ده چې خپلې رابطې پیاوړې کړي،او د کشمیر پر سر د زیاتېدونکي تاوتریخوالي پراخیدو مخه دې ونیسي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي دا خبره د زیارت/پنجشنبې ورځ تر هغه وروسته وکړه چې د هند ځانګړيو ځواکونو د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر کې د وسله وال په نښه کولو ادعا وکړه، خو پاکستان وايي، په بريد کې د دوی دوه پوځيان وژل شوي دي او د هېواد وزیر اعظم نواز شریف یې د دغه برید په سختو ټکیو غندنه کړې ده. خو د هند پوځ وايي چې د کنټرول کرښي ته څيرمه يې هدفي بريد کړی، چې موخه یې د ترهګرو بریدونو مخنیوی دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسني کړکېچ ته په کتو په اسلام اباد کې د وزير اعظم شريف په مشرۍ د وفاقي کابېنې غونډه پیل شوې چې پکې پر کنټرول کرښه او د هند تر ولکې لاندې کشمير کې به پر روانو چارو خبرې کېږي.

وزير اعظم د زیارت ورځ د هند او پاکستان تر مينځ پر کنټرول کرښه تر تاوتريخوالي وروستهد کابینې غونډه رابللې وه.

د پاکستان سرکاري راډیو د وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیزله خولې وایي چې پاکستان به په سفارتي کچه د هند مقابله کوي خو پوځ یې د هرقسمه حالاتو لپاره چمتو دی.

د یو بل خبر له مخې د هند یو سرتېری له کنټرول کرښې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر ته له اوښتو سره سم پاکستانیو ځواکونو نیولی دی.

XS
SM
MD
LG