د لاسرسي ځای

تازه خبر

کشمیر کې هندي ځواکونو دوه پاکستاني عسکر وژلي


پاکستان وايي، هندي ځواکونو د لانجې ښکار کشمیر کې د دوی دوه امنیتي سرتېري وژلي دي.

نن پنجشنبه د پاکستان پوځ ویلي دي چې د خپلو وژل شویو سرتېرو غچ (بدل) به اخلي.

پوځ زیاتوي، د کشمیر په بیمبر، کیل او لیپا کلیو کې د دواړو هېوادونو د ځواکونو تر مینځ ډزو تر شپږو ګنټو دوام وکړ.

خو د هند پوځ ویلي دي، پولې ته په نیږدې سیمه کې يې هغه ټاکلي ځایونه په نښه کړي دي چې د هند پرضد د بریدونو منصوبه بندي پکې کېدله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG