د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په ننګرهار کې هوايي برید ۱۸ داعشیان وژلي"


د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۱۸ داعشیان وژل شوي دي.

د ننګرهار له امینه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه برید تېره شپه د اچین ولسوالۍ په تیرلي سیمه کې شوی دی.

په ورته وخت کې د اچین ولسوالۍ قومي مشر ملک عثمان او په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی وکیل عصمت وايي چې په برید کې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼی پېښه تائیدوي خو دا چې په دغه برید کې چا ته مرګ ژوبله اوښتې په دې اړه څه نه‌وايي.

په کابل کې د قاطع ملاتړ مأموریت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG