د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: د مخدره موادو تولید نیم په نیمه کم شوی


فایل فوټو
فایل فوټو

د افغانستان د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې وزیره وایي چې له تېر کال راهیسې د مخدره موادو په تولید کې ۴۸ سلنه کموالی راغلی دی.

سلامت عظیمي نن ( یکشنبه) دا خبرې له مخدره موادو سره د مبارزې په اړوند په جوړه شوې یوه غونډه کې وکړې.

نوموړې زیاته کړه:

« د مخدره موادو د تولید په برخه کې ۴۸ فیصده کموالی تر سترګو کیږي چې د درې سوه یولس ټنه مخدره موادو او له درې زرو څخه د ډيرو کسانو نیول هم پکي شامل دي .»

دغه پنځه اړخیزه ناسته په کابل کې جوړه شوې چې پکي د افغانستان، پاکستان ، روسیې، ایران او تاجکستان استازي حضور لري.

د یوشمیر راپورونو په اساس دا مهال په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه کسان پر نشه ‎يي توکو روږدي دي او نږدې شل سنله افغانان د دغې پدیدې له مستقیم ګواښ سره مخامخ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG