د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خيبر کې د پاکستاني پوځ الوتکه رالوېدلې او پايلټ يې وژل شوی


نن په خيبر ايجنسۍ کې د پاکستاني پوځ يوه الوتکه غورځېدلې او د فلايټ ليفټيننټ عمر شهزاد په نامه يو پايلټ پکې وژل شوی دی.

د پاکستان د هوايي ځواکونو يو چارواکي محمد وسيم نن مشال راډيو ته وويل چې ايف سېون جنګي الوتکه نن (شنبه) غرمه مهال د جمرود په چيري سيمه کې لوېدلې ده.

د نوموړي په وينا، په پېښه کې ځايي ابادۍ ته زيان نه دی اوښتی. د دې پېښې سبب تخنيکي خرابي ښودل شوی خو د هغه په خبره په دې اړه د نورو پلټنو لپاره يوه کمېټې جوړه شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG