د لاسرسي ځای

تازه خبر

روحاني: د ځېنو هېوادونو پوځي مداخلو ترهګري زیاته کړې


ایراني ولسمشر حسن روحاني په تېرو ۱۵ کلونو کې د ترهګرۍ خپرېدو پړه پر نړیوالو ځواکمنو هېوادونو اچولې او ویلي یې دي چې نړۍ اوس د پخوا پرتله زیاته محفوظه نه ده.

تېر ماښام د ملګرو ملتونو عمومي جرګې ته په وینا کې نوموړي وویل، د ځېنو هېوادونو له لوري ((د زور زیاتي او پوځي مداخلو)) له کبله ترهګري زیاته شوې چې په نتیجه کې یې نړۍ کمه محفوظه ده.

روحاني د هېوادونو نومونه وانخیستل. ده په سیمه کې پر خپل سیال سعودي عرب غږ وکړ چې که د سولې او امنیت په ټینګښت کې جدي وي، نو په منځني ختیځ کې دې د چاود او وېش رامنځ ته کولو تګلاره پای ته ورسوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG