د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان: په دوو ترافیکي پېښو کې ۲۱ تنو ته مرګژوبله اوښتې


د افغانستان د لغمان ولایت چارواکي وايي، د کابل- جلال اباد په لویه لاره د دوو بېلا بېلو ټرافیکي پېښو له امله ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک وايي، د پنجشنبې په ورځ د دولس نیمو بجو په شاوخوا کې د کابل-جلال اباد په لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند د سرکونډو بابا په سیمه کې د یو مارسیډیز او مټېز موټر د ټکر کېدو له امله یوه مېرمنه او دوه کوچنۍ نجونې مړې شوي او ۱۲ تنه نورې سورلۍ زخمیانې شوي.

نوموړی وايي، په ورته وخت کې دویمه ټرافیکې پېښه د د دې ولایت د سرخکانو په سیمه کې د یو زرنج او یوې کرولا د ټکر له امله شوې چې له امله یې شپږ تنه زخمیان شوي دي چې د دوو تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې د دواړو پېښو زخميان روغتیایي مرکزونو ته انتقال شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG