د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په خېبر پښتونخوا کې ۲۲ کروړه بوټي نال شوي”


د خېبر پښتونخوا د ځنګلونو او چاپېرچل لپاره د وزیراعلی مشیر اشتیاق ارمړ د نهې په ورځ وویل چې د یوې پروژې په ترڅ کې په ګرده صوبه کې تر اوسه ۲۲ کروړه بوټي نال شوي دي.

نوموړی وايي د دغو بوټو په کرلو درې اربه او شپيته کروړه روپۍ لګښت راغلی دی.

اشتیاق ارمړ د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د یوې پوښتنې په ځواب کې دغه څرګندونې وکړې.

نوموړي زیاته کړه چې د ۲۲ اربه روپو په لګښت د سل کروړه بوټو د نالولو هوډ شوی دی.

خو بل پلو د خېبر پښتونخوا د حکومت د اپوزیسون ډلې بیا وايي چې د اوسني حکومت پروژې یوازې په کاغذونو کې موجود وي او عملا داسې څه نه لېدل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG