د لاسرسي ځای

تازه خبر

هره ورځ نژدې شپږ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېږي


د افغانستان کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي هره ورځ د شپږ زور په خوا شا کې افغان کډوال له پاکستان او ایرانه و خپل هېواد ته ستنیږي او حکومت هڅه کوي چې له دوی سره لازمې مرستې وکړي.

سید حسین عالمي بلخي نن باريكاب کې د کډوالو د یوه ښارګوټي د کار د پیل په مراسمو کې وویل راستنېدونکي کډوال او کورنۍ بې ځایه شوي د یو ځانګړي او دقیق میکانیزم لاندې د کډوالو په ښارکوټو کې ځای پرځای کیږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ وايې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د اګست تر ۲۷ مې نږدې څلور لاکه افغان کډوال له پاکستان او ایرانه و هېواد ته راستانه شوي او په خپلو سیمو کې ځای پرځای شوي دي.

د دې ادارې په وینا له ایران هغه افغان کډوالو راستنیږي چې د اوسېدنې قانوني اسناد نه لري، خو له پاکستان هغه کډوال راستنیږي چې راجسټر شوي او هر راستندونکي راجسټر شوي کډوال سره ۴سوه امریکايي ډالره مرسته کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG