د ډیره اسماعیل خان په نیمه قبایلي سیمه ایف ار دره زنده کې دولس کسانو ته په يوه ټرافيکې بيښه کې مرګژوبله اوړيدلې.
مشال راډیو ته نن د دوشنبې/ګل ورخې سهار د سیمې تحصیلدار ساجد خان وویل چې له کوټ پلاک سیمې یو پيک اپ ډاټسن په دره زنده سیمه کې کندې ته پرېوتو چې پکې اووه کسه مړه او ۵ ژوبل شوي دي. په مړو او ژوبلو کې زياتره ښځې او ماشومان دي.