د امریکا د متحده ایالتونو په نيو يارک ایالت کي چارواکي وايي چې ددغه ښار په چيلسي ولسوالۍ کې يوې چاودنې ۲۹ کسان ژوبل کړي.
په ژوبلو شویو کسانو کې د يوه تن حالت نازک ښودل کېږي. د چارواکو په خبره دا چاودنه د بارودي موادو په واسطه تيره شپه ناوخته شوېده.
د نيويارک ښار وال د ژوبلو د شمېر پخلی کړی او وايي داسې ثبتونه لري چې دا چاودنه د قصدي فعل په نتيجه کې شوې ده. نوموړی زياتوي داسې ثبوتونه نه لري چې ګڼې دا د ترهګرۍ پيښه ده.
تر دې مهال د یادې چاودنې ذمه واري چا نه ده منلي.