د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: پر پوځیانو برید، ۳ سرتیري وژل شوي


فایل فوټو
فایل فوټو

د پېښور خزانې تهانې په حدودو کې د یکشنبې په سهار د نامالومه وسله والو په ډزو د پوځ درې سرتیري وژلې شوې دي.

د خزانې تهانې د پولیسو مشر SHO داد محمد خان مشال ريډېو ته وويل چې سهار مهال شاوخوا اته بجې د پوځ سرتېرو د شېدو د یو فارم نه په سوزوکي ډبه کې شېدې وړلې چې صوبت خان ګړۍ کې د بېنظیر بوټو پوهنتون ترڅنګ پرې نامالومه وسلوالو ډزې وکړې.

داد محمدخان زیاته کړه چې پيښه کې د ککړو کسانو د ګرفتارۍلپاره په سيمه کې د لټون عمليات روان دي.

بل پلو تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې له نامالومه ځایه، د ټیليفون له لارې مشال راډیو ته وویل چې دوی د برید ذمه واري قبلوي.

XS
SM
MD
LG