د لاسرسي ځای

تازه خبر

سنوډن د امریکا امنیت ته لوی خطر پېښ کړی


 اېډورډ سنوډن
اېډورډ سنوډن

د امریکا استازو جرګې یوې کمېټۍ بېګا په یوه رپورټ کې پر پخواني استخباراتي قراردادي اېډورډ سنوډن تور پورې کړی چې د رازونو په افشا کولو سره یې امریکايي امنیت ته لوی تاوان رسولی دی.

د جرګې د استخباراتي چارو کمېټۍ په رپورټ کې وویل، لکه څنګه چې سنوډن په مرکو کې دعوه کړې، هغه هسې ((مخبر)) نه دی او دا چې هغه چې د ملي امنیت له ادارې څخه کوم مواد غلا کړي هغه د استخباراتي او دفاعي پروګرامونو لپاره ول او د امریکا بهرنیو دښمنانو پکې ډېره دلچسپي لرله.

کمېټۍ یوازې د رپورټ څلور پاڼې لنډیز خپور کړی او وايي، بشپړ رپورټ ۳۶ پاڼې لري چې هغه پټ ساتل شوی دی.

په لنډیز کې د سنوډن په اړه سخت الفاظ کارول شوي دي.

نوموړی په روسیې کې د جلاوطنۍ ژوند تېروي.

دا رپورټ پر داسې وخت خپور شوی چې د سنوډن ژوند په اړه نن یو فلم خپرېږي چې پکې نوموړی د رازونو افشا کوونکي او اتل په توګه ښودل شوی دی.

د فلم جوړوونکی اولېور سټون او د بشري حقونو ډلو پر ولسمشر باراک اوباما ټینګار کړی چې د خپلې دندې تر پای مخکې دې سنوډن وبښي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG