د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې تر اوربند وروسته لاکونه وګړي د مرستو په تمه دي


د ملګرو ملتونو استازي سټافن دي میستورا
د ملګرو ملتونو استازي سټافن دي میستورا

په شام کې د اوربند تر موافقې درې ورځې وروسته هم په لاکونه وګړي د مرستو په انتظار دي.

دا اوربند چې د امریکا او روسیې تر خبرو وروسته اعلان شوی وو د روانې میاشت له ۱۲مې نېټې راهیسې برقراره دی. خو د شام لپاره د ملګرو ملتونو استازي سټافن دي میستورا تېره ورځ وویل، د حلب ختیځ ته تلونکې لارۍ چې پکې د شاوخوا دوه نیم لاکه خلکو لپاره مرستې بار دي، د ترکیې او شام پر پوله درول شوې دي.

نوموړي وویل، د شام حکومت له لوري د دې لاریو ورتګ ته د اسانتیاو برابرولو په اړه لیکونه لا هم نه دي ورکړل شوي.

د شام ولسمشر بشارالاسد ملګري هېواد روسیې ویلي، دمشق د دې لاریو ډرېورانو په اړه اندېښنې لري. د روسیې بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل، له ډرېورانو سره ((هېڅ اسناد نشته. نه ورسره پاسپورټ شته او ان ورسره لایسېنس هم نشته نو دا نه ده معلومه چې هغوی څوک دي.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG