د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې دوه ځانمرګي هدف ته تر رسېدو مخکې ووژل شول


د کابل امنیه قومندان وایي، د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قمبر څلو لاري په ساحه کې دوه حمله کوونکي هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوي دي.

عبدالرحمان رحیمي نن(پنجشنبه) خبریالانو ته وویل چې دغه وسله‎وال په بېلابېلو وسلو سمبال وو.

رحیمې وویل چې د وسله‎والو په متقابلو ډزو کې یو پولیس هم وژل شوی دی.

د کابل امنیتي چارواکو تردې وړاندې هم په کابل ښار کې د یو شمېر ترهګري حملو مخنیوی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG