د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا افغانستان ته څلور نورې هلیکوپترې ورکړې


د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو هوایي ځواک ته څلورMD530 ډوله هلیکوپترې ورکړې.

د افغانستان د هوايي ځواکونو قوماندان ډګر جنرال عبدالوهاب وردګ نن(پنجشنبه) په مزارشریف کې د یوه خبرې ناستې پرمهال وویل چې دا هلیکوپټرې په ۲۲ ولایتونو کې موجودې دي او په لسو ولایتونو کې د جګړې په ډګر ترې عملآ ګټه اخیستل کېږي.

ښاغلي وردګ وویل چې په مجموعي ډول له ۳۵ څخه ډېر MD530 هلیکوپټرې د هوایي ځواکونو په واک کې دي او پیلوټان یې هم په امریکا کې روزل شوې دي.

د ښاغلي وردګ په وینا، له دغو څلورو هلیکوپټرو به د کندز، سرپل او بغلان په جګړو کې کار واخیستل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG