د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د اوکراین مشرانو په یوه نوي اوربند موافقه وکړه"


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاینمایر وایي، د اوکراین مشرانو موافقه وکړه چې د هېواد په ختیځ کې نوی اروبند پلی کړي.

شټاینمایر پرون په کییف کې د فرانسې او اوکراین له بهرنیو چارو وزیرانو سره ګډې خبري غونډې ته دا خبره هم وکړه چې موږ له مسکو څخه دا ژمنه اخېستې ده چې د سېپټمبر له پنځلسمې به اوربند کېږي او لږترلږه یوه اوونۍ به دوام کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر تر دې خبرو یوه ورځ مخکې د اوکراین په ختیځ کې روسیي پلوه بیلتون غوښتونکو په ډونېڅک او لوهانڅک کې د یوه اړخیز اوربند اعلان کړی و.

د سېپټمبر په لومړۍ نېټه چې نوی تعلیمي کال پیلیږي، په اوکراین کې ښکیلو لوریو پر اوربند موافقه کړې وه خو بیا دا اوربند ناکامه شو.

د بیلتون غوښتونکو او حکومتي ځواکونو ترمنځ په اوکراین کې د ۲۰۱۴ کال له اپریله راپه دې خوا تر ۹۵۰۰ ډېرکسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG