د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې پر پولیس ګاړي چادونې یو سرتېری ژوبل کړ


د سوات او بونير په پوله د پوليسو په ګاړي ريمورټ کنټرول چاودنه کي يو پوليس سرتېری ژوبل شوی دی.

دبريکوټ ډي ايس پي سيد زمان شاه مشال راډیو ته ویلي سوات تحصيل بريکوټ کي د بونير او سوات په پوله کړاکړ کې د غاليګي پوليس سټيشن پر ګاړي هغه وخت ريمورټ کنټرول چاودنه وشوه چې د معمول پر ګشت وه.

نوموړی وايي، چې تر چاودنې وروسته د پوليسو ګاړي یوې کندې ته پرېوتې چې پکې یو ډرایور لږ ژوبل شوی دی. دی زیاتوي چې د پېښې وروسته د ککړو کسانو لټون پیل شوی دی.

يوه مياشت وړاندې هم په دغه سيمه کې د بونير ضلعې د پوليس مشر ډي پي او پرګاړي هم ريمورټ کنټرول چاودنه شوې وه چي پکې دوه پوليس سرتېري ژوبل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG