د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان حکومت له تاریخي ازمایښت سره مخامخ دی"


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې افغان حکومت له یوه تاریخي ازمایښت سره مخامخ دی، خو افغانان د بریالیتوب لپاره دوامداره مبارزې ته ژمن دي.

نوموړي نن(شبنه) په ارګ کې د شهید اوونۍ د لمانځلو په غونډه کې وویل چې حکومت او ولس دواړه اراده لري چې له دې ازمایښت څخه بریالي راووزي:

"موږ له یوه تاریخي ازمیښت سره مخ یو، په موږ باندې دغه یرغل یو تهاجمي شومه پدیده ده چې ټول نړۍ ته ګواښ دی او موږ یې په لومړي صف کې یو."

افغان ولسمشر همدارنګه وویل هر هغه څوک چې د افغانستان له خاورې او بچیانو څخه ساتنه کوي دوی اتلان دي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې جنګ ځکه په افغانستان شدید شوی چې وسله وال مخالفان د جګړې په ډګرکې ځپل شوي او دده په خبره بادران یې له انزوای سره مخامخ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG