د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د شمالي کوریا اټومي ازموینه وغندله


د ملګرو ملتو امنیت شورا د شمالي کوریا د ایټمي بم ازموینه وغندله او د دې هېواد پر ضد یې د نویو بندیزونو په ګډون د جدي ګامونو پورته کولو په اړه بحث پیل کړی دی.

د امنیت شورا د شمالي کوریا د پنځمې او تر ټولو زورورې ایټمي چاودنې د غندلو لپاره دا بیان له هغه وروسته ورکړ چې د امریکا،جاپان او جنوبي کوریا د یادې شورا د غوڼدې غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا کې د امریکا سفیرې سمنتا پاور وویل،شمالي کوریا په دې لټه کې ده چې د ایټمي وسلو په وسیله سیمه او نړۍ یرغمال کړي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما ویلي چې د شمالي کوریا دا کړنه د ملګرو ملتونو له قراردادونو څرګنده سرغړونه ده او دا هېواد د دې اراده نه لري چې د نړیوالې ټولنې یو زمه وار غړی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG