د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې د ایران اپوزیشن ډلې کېمپ وتړل شو


په عراق کې د کډوالو یو کېمپ چې د ایران د دولت یوه اپوزيشن ډله پکې اوسیده، د دوشنبې په ورځ وتړل شو. په دې کېمپ کې (۲۸۰) کسانو ژوند کاوه او دوی البانیا ته واستول شول.

ملګرو ملتو او د سیمې خلکو د دې کمپ د تړلو خبر له رسنیو سره شریک کړ.

د ایران د مجاهدین خلق ډلې یو شمیر غړي له ۱۹۸۰مو کلونو راهیسې په دې کمپ کې اوسیدل.

د ایران او عراق په جګړه کې هغه وخت صدام حسین د دې کسانو ملاتړ کاوه او هغوی ته یې وسلې ورکولې.

له هغه وروسته چې په ۲۰۰۳ کال کې امریکایي پوځیانو عراق ونیو، له دې ډلې یې وسلې ټولې کړې او دوی یې د بغداد په شمال کې یوې اډې ته انتقال کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې الیزابت ترودو د البانیا او عراق له حکومتونو مننه وکړه چې د دې ډلې په استولو او ځای پر ځای کولو کې یې مرسته وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG