د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ارزګان کې به ډېر ژر چاڼیز عملیات پېل کړو”


د افغانستان د ارزګان والي وايي، ډېر ژر به هغه سیمه له طالبانو د پاکولو لپاره چڼیز عملیات پیل کړي.

محمد نذیر خروټي بېګا وویل ، تیرینکوټ ته نژدې په ځينو برخو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ لا هم جګړه روانه ده.

محمد نذیر خروټي په دې جګړهکې د مرګ ژوبلې په اړه وویل

«هغه بېلا بېل خبرونه چې موږ له امنیتی برخې تر لاسه کړي دي، په دې کې ۳۱ کسان ټپي شوي او شپږ شهیدان شوي دي. او د دښمن مرګ ژوبله تر ۱۰۰ اوښتې ده.»

طالبانو له څو ورځو راهیسې په روانه دې جګړه کې تر اوسه د خپل زیان په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG