د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي


په اګست کې له پاکستانه افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو شمېر زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وایي چې اګست کې څه باندې ۶۷۰۰۰ افغانان د پاکستان له بېلا بېلو سیمو افغانستان ته کډه شوي دي او تر دې یوه میاشت مخکې دا شمېره څه کم۱۳۰۰۰ته رسېده او تر هغې مخکې څه باندې۱۲۰۰کسان افغانستان ته په یوه میاشت کې ستانه شوي وو.

په تېرو نهو کلونو کې یو کال هم دومره ډېر مهاجر له پاکستانه افغانستان ته نه‎ دي ستانه شوي.

(یو اېن اېچ سي ار) هر کډوال ته چې له پاکستانه، افغانستان ته ځي ۴۰۰ امریکایي ډالر ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG