د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې د ممکنه بریدونو خبرداری


افغان امنیتي ځواکونه وايي، د استخباراتي معلوماتو له مخې د دولت ‎وسله‎وال مخالفین غواړي چې د شهید اوونۍ په ترڅ کې په کابل کې غونډې په نښه کړي.

د ګارنېزیون قوماندان جنرال ګل نبي احمدزي د چارشنبې پر ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل:

"کوم کسان چې زموږ شهیدانو ته نېږدې دي د کتارونو له جوړېدو او د ګاډو له کتارونو دې ډډه وکړي. د وسله‎والو او ګډوډو خلکو تګ راتګ ته یو مخ اجازه نه‌شته."

سر له ننه په افغانستان کې د شهید اوونۍ لمانځل کېږي.

۱۵ کاله مخکې په دې ورځ قوماندان احمد شاه مسعود په تخار کې د یوې چاودنې پر مهال ووژل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG