د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: ترافیکي پېښه ۱۰ کسان وژل شوي


د کندهار - هرات پر لویه لار د ميوند ولسوالۍ د خاک چوپان په سیمه کې د ۳۰۳ بس او سراچه ډوله موټر تر منځ ټکر شوی چې له امله یې په سراچه کې لس تنه وژل شوي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک مشال راډيو ته وويل چې په وژل شویو کسانو کې د یوې مېرمنې او درېیو نارینه وو په ګډون شپږ تنه کوچنیان شامل دي.

بس په غزني پیما ترانسپورټي شرکت پوري تړاو لري.

د يادوني وړ ده چې د تېري يکشنبې په ورځ د کندهار کابل پر لويه لار د زابل په مربوطاتو کې د يوه ۳۰۳ بس او ټېلر ترمنځ د ټګر په پېښه کي ۳۶کسان مړه او ۲۵نور ټپيان شوي و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG