د خوست امنیتي چارواکي وایي چې په سپېرې ولسوالۍ کې د ډرون په بريد کې ۵۸ وسلهوال مخالفين وژل شوي دي.
د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال فیضالله غیرت نن (چارشنبه)راډيو ته وویل چې په وژل شویو کې اکثره یې بهرني جنګیالي دي.
د خوست چارواکي وایي، په سیمه کې د افغان ځواکونو ځمکني عملیات روان دي او په وینا یې چې د بهرنیو ځواکونو د ډورن په برید کې دوه وسلهوال ټپیان شوي هم دي.
خو وسلهوالو مخالفانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.